هلمند کې د اوو ولایتونو تر منځ د کرکیټ سیالۍ روانې دی.

هلمند کې د کرکیټ سیالۍ د بست زون انټر کلپ له خوا د اوو ولایتونو تر منځ پیل سوې دی چي پکښې زابل، اروزګان، هرات، فراه ، نیمروز، کندهار او هلمند ولایتونه شامل دی.
د یادو لوبو په دوام د هلمند ولایت څخه دوې لوبډلې، د کندهار څخه درې لوبډلې او د زابل، اروزګان، هرات، فراه او نیمروز څخه یوه یوه لوبډله انتخاب سوې ده، چي د یو بل سره به سیالۍ ته دوام ورکوی.
یاد ټورنمنټ به پنځلس ورځي دوام وکړي چي پایله کې به یې ګټونکې لوبډله د بست زون په استازیتوب په دریم پړاو لوبو کې د ګډون لپاره لار پیدا کړی.
د فراه ولایت څخه هغه لوبغاړې چي د کرکیټ د انټرکلپ سیالیو لپاره هلمند ولایت ته راغلی د دغه سفر څخه خوښ دی او زیاته یې کړه چي د کرکیټ داخلی لوبی چي دا ځل هلمند کې کیږي یوه ښه لاسته راوړنه ده، او سیالیو کې د لوبغالی تغیر هم د لوبغاړو پر ذهن باندی مثبت تاثیر درلودلی سی.
د هلمند ولایت د کرکیټ آمر جانان فولادوال د سکون راډيو سره د مرکي پرمهال وویل چي د کرکیټ د داخلی لوبو څخه خوښ دی او وایې چي دا دوهم ځل دی چي هلمند کې د کرکیټ داخلی لوبی سیالۍ ترسره کیږي او دا ډول لوبی د هلمندی کرکیټرانو لپاره مهم رول درلولی سی ځکه د افغانستان کرکیټ بورډ پام هم هلمند ته اوړی.
دا په داسي حال کې ده چي هلمند ولایت کې د ورزش برخه لا هم ډیر کار ته اړتیا لری او هلمند ته د ورزش برخه کې د کلونو راپه دېخوا خاصه پاملرنه نده سوې او ډیر لوبغاړي دې برخه کي د ستونزو یادونه کوي.
محمد اسماعیل وفا
سکون راډیو