اوکراین کې روسیي ته د غبرګون لپاره امریکا زرګونه عسکرو ته د تیار سی امر کړی

اوکراین  کې روسیي ته د غبرګون لپاره امریکا زرګونه عسکرو ته د تیار سی امر کړی

د امریکا او روسیې ترمنځ د اوکراین پر سر د ناندریو له ډېرېدو سره هممهاله امریکا زرګونه سرتېرو ته د تیارسی امر کړی دی.

د امریکا ددفاع وزارت ویاند وایي دوی په اروپا او اوکراین ته نږدې پرتو هېوادونو کې شاوخوا ۸۵۰۰ عسکرو ته د تیارسی امر کړی دی، خو تر دې دمه په اوکراین کې د عسکرو ځای پر ځای کول نه دي پيل سوي.

جان کربي وایي همدا چې د ناټو غونډه اوکراین ته د عسکرو د لېږلو پرېکړه وکړي، نو هغه سرتېري به ژر تر ژره اوکراین ته ولېږل شي چې د چټک غبرګون لپاره روزل سوي دي.

بلخوا روسیې یو ځل بیا ویلي چې دوی پر اوکراین د برید پلان نه لري خو له خپلو پولو دفاع کوي او ګواښونو ته د لویېدو اجازه نه ورکوي.

د یادونې ده چې تېره ورځ برېټانیا ویلي چې روسیه غواړي په اوکراین کې یو لاسپوڅی حکومت جوړ کړي او خپل ملاتړي واک ته ورسوي.

روسیې پر دې څرګندونو غبرګون ښوودلی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د برېټانیا دغه ډول څرګندوي ښيي چې دوی په اوکراین کې د کشمکشونو د ډېرولو په لټه کې دي.

روسیې ویلي امریکا، برېټانیا او غربي هېوادونو ته په کار ده چې له ورته بې اساسه ګنګوسو ډډه وکړي او په سیمه کې دې وضعیت تر دې هم نه خرابوي.