ازبکستان د افغانستان، ایران او هند له چابهار هوکړې سره 'یو ځای سو'

Jan 25, 2022 - 17:41
 6
ازبکستان د افغانستان، ایران او هند له چابهار هوکړې سره 'یو ځای سو'

د ایراني رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، ازبکستان د افغانستان، ایران او هند تر منځ د چابهار له نړیوالې هوکړې سره یو ځای سوی دی.

د ایران تسنیم خبري اژانس په رپوټ کې د ایران سیستان، بلوچستان ولایت د بندرونو او سیندونو چارو عمومي مدیر بهروز اقايي له قوله ویل سوي:

''په چاه بهار کې د ازبکستان پلاوي په حضور کې د ایران، هند او افغانستان تر منځ له چابهار هوکړې سره د ازبکستان یو ځای کېدو چارې بشپړې سوې. ''

دا ایرانی چارواکی وايي، د هوکړې مسوده چمتو شوې او راتلونکې یوه میاشت موده کې به د تهران یوه غونډه کې ازبکستان رسماً له چابهار هوکړې سره یو ځای سي.

د ۱۳۹۵ هجري لمریز کال په وږي میاشت کې د افغانستان، ایران او هند تر منځ د چابهار هوکړې په نامه نړیوال سند لاسلیک شو، چې له مخې به یې د ایران له دې بندره په سیمه کې د انرژۍ او سوداګري توکو د لېږد، رالېږد لپاره د ټرانزیټ کار اخیستل کېږي.

چابهار بندر د افغانستان لپاره د سمندر له لارې د نړیوالې سوداګرۍ په موخه تر ټولو نژدې لار بلل کېږي.

د ۱۳۹۷ کال په کب میاشت کې له همدې لارې هند ته د افغانستان د ځمکنیو صادراتو لومړی کاروان رسماً روان سو.

چابهار بندر په ایران کې د هند سمندر پر غاړه د هند په مالي مرسته جوړ شوي چې له دې لارې غواړي له افغانستان او نورو هېوادونو په تېره بیا منځنۍ اسیا سره سودګریزه راکړه ورکړه پراخه کړي.