د خوړو او کرنې موسسې پر افغان بزګرانو د غنمو اصلاح سوي تخمونه وېشلي

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې موسسې پرون خبر ورکړ چې په افغانستان کې یې تر یو میلیون په ډېرو بزګرانو د غنمو اصلاح سوي تخمونه وېشلي دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې د برخې استازي ریچارډ ترینچارډ اسوشیټېډ پرېس اژانس ته وویل: "موږ توانیدلي یوو چې کروندګرو ته تخمونه او کیمیاوي سره ورسوو. له دې سره به دا ډاډ ترلاسه کړو چې دوی خواړه لري. دا ډاډ به هم ترلاسه کړو چې په بازار کې غنم سته. دا ډاډ هم مهم دی چې دوی د غنمو د ډېر ښه کیفیت تخمونه د راتلونکو فصلونو لپاره لري."
په افغانستان کې د وچکالۍ، کرونا وبا او خراب اقتصادي وضعیت له امله نژدې درویشت میلیونه کسان د خوراکي موادو له کمبود سره مخامخ دي.