په جنوب کي د افغان خبريالانو د خونديتوب کميټې د له دوو تنو ژورنالیستانو سره نغدي مرسته وکړه.

Mar 29, 2022 - 21:57
 27
په جنوب کي د افغان خبريالانو د خونديتوب کميټې د له دوو تنو  ژورنالیستانو سره نغدي مرسته وکړه.

په جنوب کي د افغان خبريالانو د خونديتوب کميټې په کندهار کي د محلي رسنيو د دوو تنو خپرونو چلوونکو سره چي دا مهال د سخت اقتصادي غربت سره مخ دي د اقتصادي ستونزو د راکمولو په موخه نقدي مرسته وکړه.

عبدالله ابدالي چي د هيواد په کچه تکړه ممثل دی او په بيلابيلو ملي او محلي رسنيو کي تفريحي خپروني چلولي او تمثيلي ټوټي يې وړاندي کړي دي دا مهال رکشه چلوي او حيات الله څرک چي د کندهار تکړه شاعر دی او په بيلابيلو محلي رسنيو کي يې فرهنګي خپروني وړاندي کړي دي دا مهال د زيات غربت له امله په کندهار ښار کي سوپ خرڅوي.

په جنوب کي د افغان خبريالانو د خونديتوب کميټې مشر احمد لودين وايې،چي په دې وروستيو کي په هيواد کي د اقتصادي ستونزو له امله ګڼي رسنۍ تړل سوي او ګڼ خبريالان بې روزګاره سوي دي نو اړتيا ده چي د دوی مالي لاسنيوی وسی،دلودين په وينا په همدې موخه د يادو کسانو سره چي د مرستي مستحق دي د۳۵۰۰۰ افغانيو په ارزښت مرسته وسوه او نن ورته وسپارل سوه.

ښاغلي ابدالي او ښاغلي څرک د کميټې دا پيرزوينه لوی لاسنيوی وباله او د کميټې مخيني ته په کتلو سره د کميټې د کارونو پر اغيزو رڼا واچول. دواړو مننه وکړه او هيله يې وښودل چي د بې بزاعتو رسنيزوو فعالانو سره دا ډول مرستي ډير ارزښت لري.