د جنوب زون خبریالانو له ا ا ا څخه د رسنیو په برخه کې د یوي قاطع پالیسۍ غوښتنه وکړه.

Mar 29, 2022 - 21:51
 32
د جنوب زون خبریالانو له ا ا ا څخه د رسنیو په برخه کې د یوي قاطع پالیسۍ غوښتنه وکړه.

په جنوب کي د افغان خبريالانو د خونديتوب کميټې او د جنوب ټولو خبريالانو پر ا.ا.ا ږغ وکړ چي څومره ژر کيږي د رسنيزو فعاليتونو د بې برخليکه فعاليت د له منځه وړلو دپاره دي يوه قاطع پاليسي جوړه او اعلان کړي څو د خبريالانو او رسنيو په وړاندي شته ستونزي پای ته ورسيږي.

دا څرګندوني تيره ورځ په هغه غونډه کي وسوې چي د يادي کميټې او د جنوب زون د رسنيو د مسوولينو او خبريالانو له لوري جوړه سوې وه.

په غونډه کي د ا.ا.ا په استازيتوب د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي نوراحمد سعيد، مرستيال يې ملا شمس الله صميم، د قول اردو ويآند شکيب،د امنيه قوماندانۍ ويآند اصف حکيمي،د پوهني رياست وياند نظرمحمد صميمي او د ښاروالۍ وياند زمري څرګند هم ګډون کړی وو.

په پيل کي د جنوب دپاره د افغان خبريالانو د خونديتوب کميټې مشر احمد لودين په خپله وينا کي د رسنيو په وړاندي شته ستونزي بيان کړي.

لودين وويل، معلوماتو ته نه لاسرسی، د يوه جامع ميکانيزم نه شتون او ا.ا.ا او رسنيو تر منځ ناڅرګند تفاهم هغه ننګوني دي چي له امله يې د حکومت او خبريالانو تر منځ واټن رامنځ ته سوی دی او ورځ تر بلي ستونزي ډيريږي. لودين د دې ستونزو د حل دپآره د يوې کړنلاري چمتو کول خورا جدي اړتيا وبلل او هيله يې وکړه چي څومره ژر کيږي بايد دا کار وسي څو د رسنيو او د بيان د ازادۍ په وړاندي محدوديتونه له منځه ولاړ سي.

وروسته د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي نوراحمد سعيد دا ډول مهمي غونډي د يوې ګډي همږۍ ښه چاره وبلل او د کميټې دا اقدام يې وستايه. نوموړي وويل د دې ستونزي د حل دپاره يې مرکزي همږغي کړې ده او تمه ده چي ډير ژر يو طرزالعمل چمتو او رسنيو ته په واک کي ورکړل سي.

ښاغلي رسنۍ د ملي او اسلامي ارزښتونو پلي کولو ته را وبللي او ډاډ يې ورکړ چي که هر ډول سالم انتقاد وړاندي کړي دوی خوښ کيږي.

ښاغلي سعيد د خپلو خبرو پر مهال معلوماتو د لاسرسي په اسانتيا او يوه داسي کميسيون د جوړيدو پر لارو چارو د غور ژمنه وکړه چي له مخي به يې رسنيزي تخطۍ څيړل کيږي او په ګډ تفاهم به حل لاري ورته وټاکل کيږي.

په وروستيو کي ټولو وياندويانو ژمني وکړې چي په يوه اصولي چوکاټ کي د رسنيو سره همکارۍ ته ژمن دي او هر وخت د معلوماتو ورکولو په برخه کي هيڅ ډول ناغيړي نه کوي.