کندهار: ۳۱ مېرمنې د قابلګۍ برخه کې وروزل سوې

Apr 25, 2022 - 16:14
 46
کندهار: ۳۱ مېرمنې د قابلګۍ برخه کې وروزل سوې

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وايي، د میندو د روغتیا لپاره غواړي نورې قابله ګانې هم وروزي.

دغې ادارې نن په خپل رسمي ټویټر کې خبر ورکړی، چې تېره اوونۍ د کاناډا د سفارت په مرسته په کندهار کې ۳۱ مېرمنې د قابلګۍ په برخه کې و روزل سوې.

د دې ادارې په وینا دغه روزل شوې قابله ګانې به په کندهار کې خلکو ته اساسي روغتیايي خدمات وړاندې کوي.