ننګرهار کې ۳۹۰ کروندګرو سره نقدي مرسته وشوه

Apr 24, 2022 - 21:22
 15

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، په ننګرهار ولایت کې ۳۹۰ تنه بزګرانو سره نقدي مرسته شوې.

دغه وزارت تېره ورځ ناوخته په خپل ټويټر پانه وليکل، چې ياده نقدي مرسته د ژغورني نړيوالې کمېټې (IRC) له لوري د دي ولایت د کامې او کوز کونړ په ولسواليو کې له بزګرانو سره شوې.

د وزارت په وينا، مرسته شوې پېسې چې ټولیز شمير يې ۲ میلیونه او ٩٣٠ زره افغانۍ وې په نقدي ډول هر بزګر ته د شاوخوا ۲۵ زره افغانيو په اندازه ورکړل شوې.

ياد وزارت وايي، ددې کار موخه د بزګرانو سره اقتصادي مرسته ده