بلخ کې د ۱۱کلن ماشوم ژغورنې عمليات؛ طالبان: يو شمېر تښتوونکي وژل شوي

Apr 24, 2022 - 21:12
 8

د طالبانو حکومت وايي په بلخ ولایت کې د ۱۱ کلن ماشوم عبدالروف د ژغورنې لپاره په ۲۰ ورځنیو عملیاتو کې ځینې انسان تښتوونکي وژل شوي یا هم نیول شوي دي.

دغه ماشوم تر شا و خوا یونیم کال وروسته له اختطاف کوونکو وژغورل شو او پرون په مزار شریف کې د هغه کورنۍ ته تسلیم کړای شو.

د طالبانو یوه ویاند ذبیح اله مجاهد پرون په یو لړ ټویټونو کې ویلي، چې د مجرمانو د موندلو او نیولو عملیات لا هم روان دي.

د هغه په خبره تر عملیاتو وروسته به د دې پېښې عاملان رسوا او عدالت ته راکش کړای شي