د کرنې او خوړو اداره: تېر کال ميليونه کروندګرو ته د کرنيزو تخمونو بستې وېشل شوي

Apr 24, 2022 - 23:52
 8

د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې (FAO) ویلي دوی په ۲۰۲۱م کال په افغانستان کې پر یو ملیون او درې لکه کسانو د زراعتي تخمونو بستې وېشلي دي.

دغې ادارې پر خپل رسمي ټویټر خبر ورکړی، چې دوی ګڼو کسانو ته تخنیکي روزنه هم ورکړې ده.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې په ننګرهار کې د هغو کروندو عکسونه خپاره کړي، چې د دوی له خوا د غنمو وېشل شوي تخمونه په کې کرل شوي دي.

تر دې مخکې FAO په افغانستان کې د وچکالۍ او د کروندګرو د بېوزلۍ په اړه خبرداری ورکړی و.