میلاد النبی یا د ربیع الاول دولسمه څه شی ده؟ ، او ولی لمانځل کیږی ؟

Oct 8, 2022 - 19:08
 36
میلاد النبی یا د ربیع الاول دولسمه څه شی ده؟ ، او ولی لمانځل کیږی ؟

نن د ۱۴۴۴هـ ق کال د ربیع الاول د میاشتی ۱۲ نیټه د میلاد النبی یا د سرور کائنات حضرت محمد ص د پیدایښت ورځ ده چي د بشریت په تاریخ کې د نن څخه پوره ۱۴۴۴ کاله مخکې یې سترګې نړۍ ته وغړولی. 

دا ورځ د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې د مسلمانانو لخوا لمانځل کیږی ، چي په دي ورځ د نړۍ اکثره مسلمانان خیراتونه کوی او علما کرام د دی ورځي د درنښت په خاطر تقریرونه ، سیرت النبی او د بشریت لارښود غوره ویناوی تر خلکو رسوی . 

هلمند کې دینی عالم مولوی محمد نسیم زاهد سکون راډیو سره مرکه کې د میلاد النبی د ورځي په اړه وویل: دا ورځ د بشریت په تاریخ کې هغه ورځ ده چي په برکت یې نړۍ ډیره مخته تللي ده.او زیاته یې کړل چي په دي مبارکه ورځ باید د قران کریم ختمونه او خیراتونه وسي

بل لورته بیا د هلمند ولایت اوسیدونکي د اسلام د نظره دا کړنه ښه بولی او او زیاتوي چي په دغه ورځ د خیراتونو لړۍ باید روانه وساتل سی او هر هیوادول خپله تر وسه خپله هڅه ونه سپموي. 

د میلاد النبی یا د ستر لارښود حضرت محمد ص دا مبارک ورځ د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې لمانځل کیږي او هلمند کي هم دهلمند اوسیدونکو پّه خیراتونو او ختمونو سره دا ورځ پای ته ورسول.

 

محمد اسماعیل وفا

سکون راډیو