ماليې وزارت: په تېرو لسو مياشتو کې له درې ولايتونو ۴ ميليارده افغانۍ عوايد راټول سوي

Jun 30, 2022 - 15:24
 13
ماليې وزارت: په تېرو لسو مياشتو کې له درې ولايتونو ۴ ميليارده افغانۍ عوايد راټول سوي

د مالیې وزارت وايي، په تېرو لسو میاشتو کې یوازې د پکتیا، تخار او نیمروز ولایتونو له کمرکونو نه له ۴ میلیاردو زیاتې افغانۍ عواید راټولې کړي.

دغه وزارت په خپل فېسبوک پاڼه کې ادعا کړې چې په یادو کمرکونو کې د فساد سره جدي مبارزه شوې او دغه لړۍ به راتلونکې کې هم دوام ولري.

که څه هم وزارت ددغو عوایدو د راټولېدو لاملونه نه‌دي په ډاګه کړي خو له دې وړاندې یې په کمرکونو کې افغان سوداګرو ته د اسانتیاو، په سوداګریزو توکو کې د لوړو تعرفو د کنټرول او ورسره په کمرکونو کې د چارو د چټکتیا خبره کړې وه.

د مالیې وزارت په داسې حال کې په دغو ولایتونو کې د زیاتو عوایدو خبره کوي چې له دې وړاندې په کمرکونو کې د زیات فساد له امله وخت ناوخت راپورونه ورکول شوي و.

سره له دې چې د ا ا ا  په کمرکونکو کې له فساد سره مبارزه جدي ګڼي خو له دې وړاندې یو شمېر سوداګر له ازادي راډیو سره په خبرو کې په ګمرکونو کې د پام وړ د ستونزو خبره کړې وه.