یوناما یو ځل بیا له اسلامي امارت نجونو پر مخ د ښوونځیو د پرانیستو غوښتنه وکړه

Mar 28, 2022 - 19:52
 9
یوناما یو ځل بیا له اسلامي امارت  نجونو پر مخ د ښوونځیو د پرانیستو غوښتنه وکړه

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت یا یوناما مرستیال مشره میټي نودسن وایي، اسلامي امارت ته په‌کار ده چې د نجونو پر مخ د لوړو زده‌کړې ښوونځي سمدستي پرانیزي.

یوناما پرون یکشنبې په یوه ټویټ کې ویلي چې مېرمن نودسن د پکتیا په مرکز ګردېز کې د اسلامي امارت والي مولوي محمد علي جان، د افغان ښځو، سوداګرو، د رسنیو، پوهنتونونو او د مدني ټولنې له استازو سره کتلي او ټینګار یې کړی چې د اسلامي امارت چارواکي باید پر خپلو ژمنو عمل وکړي او د نجونو لېسې سمدستي بېرته پرانیزي.

د وري یا حمل په درېیمه چې په افغانستان کې نوی تعلیمي کال پیل شو، له شپږم ټولګي پورته نجونو ته بیا هم چارواکو اجازه ورنه‌کړه چې بېرته ښوونځیو ته لاړې شي.

د اسلامي امارت دغه اقدام د نړیوالو سخت غبرګون راپارولی او د اسلامي امارت له سرپرست حکومت‌یې غوښتي چې سمدستي ټولې نجونې پرېږدي چې بېرته ښوونځیو ته لاړې شي.

اسلامي امارت ویلي چې په دې اړه تر اوسه یوه طرح نه‌ده بشپړه شوې.