هبیتات په مزارشریف کې د کار په وړاندې د نغدو مرستو یو پروګرام پيل کړ

Mar 28, 2022 - 19:56
 16
هبیتات په مزارشریف کې د کار په وړاندې د نغدو مرستو یو پروګرام پيل کړ

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د هبیتات پروګرام په مزارشریف کې د کار په وړاندې د نغدو مرستو د یوه پروګرام د پیلېدو خبر ورکوي.

دې پروګرام پرون په یوه ټویټ کې ویلي چې په مزارشریف کې د ابادي پروګرام په چوکاټ کې دغه نوي فعالیتونه چې په پروژو کې په کار کولو سره خلکو ته نغدې پیسې ورکول کېږي، د افغانستان په ښاري سیمو کې د معیشیت د دوامداره ستونزو د کمولو د هڅو یوه برخه ده.

په دغو فعالیتونو کې د کانالانو او ویالو د پاکولو او ترمیم، د عامه پارکونو رغونه او د نیالګیو کېنول شامل دي.

د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې د دا ډول فعالیتونو او هم د نورو بشري هڅو له لارې، په افغانستان کې هغو ملیونونو کسانو سره مرستې کوي چې سختو بشري مرستو ته اړ دي.