د خوست ځنګلونو کې اور بېرته تازه شوی؛ ځايي رضاکاران د نورې مرستې غوښتنه کوي

Jun 13, 2022 - 16:57
Jun 13, 2022 - 16:59
 12

د افغانستان د سویل ختیځ خوست ولايت د موسی خېلو او قلندر ولسواليو اړوندو غرونو کې لګېدلي اور، چې سهار مهال یې تر ډېره د وژل کېدو خبر ورکړ شوی و، باد لګېدو له کبله بېرته تازه شوی دی.

هغه ځايي رضاکاران چې د اور کابو کولو لپاره غرونو ته تللي،‌ له نورو ځوانانو د مرستې غوښتنه کوي.

دغو رضاکارانو له بي بي‌ سي‌ پښټو پاڼې سره خبرو کې ویل، تېره شپه غرونو ته تللي ځوانان ستړی شوي او اور د سکروټو او باد له امله بیرته په پراخېدو دی.

نصرت الله نصرت چې له تېرې شپې راهیسې له نورو لسګونو ځوانانو سره د اور په کابو کولو بوخت دی، وايي د نن سهار (دوشنبه) اور نژدې ټول کابو شوی و، خو د سکروټو او تیز باد له امله اوس بیرته په پراخېدوی دی.

ښاغلي نصرت وايي، د غره یوه برخه په بشپړ ډول سوځېدلی او که نور ځوانان سیمې ته ور ونه رسېږي، ښايي اور نورو سیمو ته وغځېږي.

هغې سیمې ته چې اور پکې لګېدلی دی، سړک نشته او ځايي خلک وايي د اور ځای ته د اوبو وړلو شونتیا هم نشته.

د خوست د بېلابېلو سیمو او قومونو ځوانانو د دغه اور وژلو ته اشر کړی.

دا اور د یکشنبې له سهاره لګېدلی او تېره شبه یې هم دوام درلود.‌

یوه ځايي خبریال 'سردار شفق' تازه بي بي سي ته ویلي د ده مالومات دا دي چې دا اور سهار مهال تر ډېره کنټرول شوی و خو د بادونو له کبله وروسته بېرته تازه شوی او نور خپور شوی دی.

نوموړی وايي ځايي خلک هڅه کوي چې د اور لا خپرېدو مخه ونیسي.

‌د خوست ولايت د اطلاعاتو او کلتور مشر شبير احمد عثماني پرون (یکشنبه) بي بي سي ته ويلي و دې سيمې ته د اور وژنې وسايلو لېږدول ګران دي او پرېکړه شوې چې د اور شاوخوا سيمه کې ونې پرې کړې ترڅو د اور پراخېدو مخه ونيول شي.

ښاغلي عثماني له نورو هېوادونو او ځايي خلکو د اور مړه کولو کې د مرستې غوښتنه کړې ده.

له دې وړاندې د افغانستان په نورستان او کونړ ولایتونو کې هم ځنګليز اورونه لګېدلي وو چې ګڼ مالي زيان يې اړولی وو.

بل پلو په پښتونخوا کې چارواکي وايي، په تېرو دوو اونیو کې د یاد ایالت په غرونو او ځنګلونو کې د اور لګېدلو شاوخوا څلور سوه وړې او لويې پېښې شوې دي، چې دا وخت هم د دريو ولسوالیو په غرونو او ځنګلونو کې اور تازه دی.

په خیبرپښتونخوا کې ژغورونکې ادارې ویاند بلال فیضي بي بي سي ته ویلي، د بونیر غرونو اورونه يې کابو کړي، خو لاهم په دريو ولسوالیو کې د اور کابو کولو عملیات دوام لري.

نوموړی وايي، "دا وخت د خیبرپښتونخوا د سوات ولسوالۍ په مرغزار کې، د کالاباغ په غرونو کې او همداسې د اورکزيو په غرونو او ځنګلونو اور بل دی او د کابو کولو لپاره يې عملیات روان دي".

کونر اور

د ژغورنې برخې چارواکي وايي، روانه اوونۍ د پښتونخوا په ځنګلونو کې د اور کابو کولو هڅو کې د دوی یو کارکوونکی هم وژل شوی دی.

په خیبرپښتونخوا کې ایالتي چارواکي ادعا کوي، دغه اور تر ډېره په لوی لاس لګول شوی، چې دوی له څلوېښتو تر پنځوسو پورې کسان نیولي هم دي.

ښاغلی فیضي زیاتوي، د ګرمۍ له زیاتوالي سره سره د دې اور لاملونه - د خلکو له لوري په لوی لاس او یا بیا د سیلګرو د بې پامۍ لامله هم کېدلی شي.

د پښتونخوا چارواکي ادعا کوي، په نیول شويو کسانو کې يې ځينې داسې کسان هم نیولي، چې د یوه بل مځکو یا ځنګلونو ته يې اور ورته کاوو او ځينې بیا داسې کسان هم وو، چې خپلو ځنګلونو ته يې ځکه اور ورکړی، چې له دولته يې په بدل کې تاوان واخلي. خو بي بي سي په خپلواکه توګه د چارواکو د دې ادعا په هکله کوم مالومات ترلاسه نه کړل.