هلمند کي د سور صلیب نړیواله کمیټه: د روان زیږدیز کال له پیله تر دمګړۍ مو ۱۸ زره ناروغانو درملنه کړي ده.

Dec 3, 2024 - 17:17
Dec 3, 2024 - 17:22
 24
هلمند کي د سور صلیب نړیواله کمیټه: د روان زیږدیز کال له پیله تر دمګړۍ مو ۱۸ زره ناروغانو درملنه کړي ده.

نن د  روان ۲۰۲۴ زیږدیز کال د ډیسمبر میاشتي ۳ نیټه ده چي د معلولینو د نړیوالې ورځې سره سمون خوري.

دغه ورځ د بیلابیلو معلولیتونو اړوند مسایلو په اړه د عامه پوهاي د زیاتولو او د معلولیت لرونکو کسانو په سیاسي،ټولینزو،اقتصادي او کلتوري برخو کي د ګډون هڅولو لپاره ځانګړي سوي ده.

ددې ورځې په مناسبت هلمند کي د سور صلیب نړیواله کمیټه وایي: چي د روان ۲۰۲۴ زیږدیز کال د جنوري میاشتي څخه تر ډیسمبر پوري یې د ۱۸ زره ناروغانو چي اکثریت معلولیت درلودونکي وه درملنه کړي ده.

دوی وايي چي یادو ناروغانو د درملني ترڅنګ یې هغوی سره وسایلو او د بدن د مصنوعي غړو برخه کي هم مرسته کړي ده.

عصمت الله قاضي زاده  وایي: دغه روان کال کې تر اتلسو زرو ناورغانو شمېر  رسېږي  د نوي کال د سره د سپټمبر تر ا خیره یوه میاشت پاتې ده چې ارقام یې زیاتېږي اوس جګړي نشته د جګړي د قربانیانو ارقام کم سوي خو څه چې پاټې هغه ناچاودي توکې چې کله ناکله ماشومانو باندي انفجار کوي او هغوي پکې ټي او ژوند له لاسه ورکوي ولي موږ ته د هلمند ، کندهار، زابل ، اروزګان  او نمیروز ولایتونو په شمول ډایګنډي ولایت ناروغان راځي «

بل لور ته  بیا هلمند کي میشت معلولین او معیوبین وايي اقتصادي ستونزو ترڅنګ له رواني ستونزي کړیږي دوی د حکومت او مرستندویه بنسټونو څخه غوښتنه کوي ترڅو هلمند کي د معلولینو وضیعت ته پاملرنه زیاته کړي.

د دوی په خبره چي د سور صلیب د کمیټي له لوري یې درملنه سوې او له خدماتو څخه یې خوښ یوو.

 

اغا ګل او نور احمد فرقاني وایي:

پټي مې کار کاوه د جګړي له امله ټپي سوم نو دواړي پېښي مې فلج دي نو اوس د دغه حالت څخه سخت کړېږم «

« تقربيا څلور لیسزي په افغانستان کې جګړه تېره سوه داچي اوس جګړه پای ته رسیدلي ده نو ممکن ځیني کسان د نقلیه وسایط له امله معلول سوي وي او زه خپله د سړک غاړي د ماین په چاودنه کې ټپي سوي یم دواړي پېښي مې پري دي او سترګو ړوند سوي یم))

هلمند کي  د سورصلیب نړیواله کمیټه داسي مهال د ۱۸ زره ناروغانو د درملني خبر ورکوي چي د ډیسمبر ۳ په ټوله نړۍ کي د ملګرو ملتونو عمومي مجموعي له لوري د معلولینو په نوم نومول سوې ده.

 حافظ احمد نصرت

سکون راډیو