هلمند کې ۲۳ تنه ځوانان د انګلیسي ژبي او کمپیوټر له زده کړو څخه فارغ سول.

Jan 28, 2023 - 18:23
 6
هلمند کې ۲۳ تنه ځوانان د انګلیسي ژبي او کمپیوټر له زده کړو څخه فارغ سول.

د افغانستان په جنګ ځپلي هلمند ولایت کې دا د تعلیم او زده کړو سره د لیوالتیا نښه ده!

د افغانستان په لودیځ کې پروت لوی ولایت هلمند کې نن یوه شانداره فراغت غونډه تر سره سول چي پکښې ۲۳ تنه ځوانان تر دوه نیم کلنی زده کړو ورسته د لوی احمد شاه بابا له ښوونیز مرکز څخه فارغ سول.

د یادې فراغت غونډې پر مهال د هلمند ولایت اوسیدونکو، سپین ږیرو، ښوونکو، زده کوونکو،زده کړیالانو او ګڼ شمیر ځوانانو برخه لرل.

د لوی احمدشاه بابا ښوونیز مرکز مسول احسان الله ژواک سکون راډیو سره مرکه کې وویل: دا د لوی احمدشاه بابا د ښوونیز مرکز ۵ فراغت غونډه ده چي یاد فارغین تر دوه نیم کلنی زده کړو وروسته فارغوي او له ټولو فارغ سویو زده کوونکو څخه یې غوښتنه وکړه تر څو پر همدې زده کړو بسنه ونکړي او لا نوره هڅه وکړي تر څو د ځان او ټولني لپاره ښې لاسته راوړني ولري.

په ورته وخت کې بیا فارغ زده کوونکي په خپل فراغت خوښې څـرګندوي او وایې: ښوونکو یې ورسره د زده کړو په بهیر کې پوره زیار ایستلی او دوي غواړي په راتلونکي کې نوري زده کړي هم وکړي.

 هلمند کې داسي مهال ۲۳ تنه ځوانان د انګلیسي ژبي او کمپیوټر له زده کړو څخه فارغیږي چي هلمندیان په تعلیمي برخه کې ښې لاسته راوړني لري او دا فراغت غونډه یې یوه بیلګه ده.

محمد اسماعیل وفا

سکون راډیو