هلمند کې یو سوداګر په خپل شخصي لګښت د یتیمو ماشومانو لپاره ښوونځی جوړ کړی دی.

Jan 27, 2023 - 18:25
 8
هلمند کې یو سوداګر په خپل شخصي لګښت د یتیمو ماشومانو لپاره ښوونځی جوړ کړی دی.

د وروستیو څو لسیزو کورنیو جګړو له امله ډیر شمیر ماشومان یتیم او د پوهې له زیور څخه محروم دي، دلته د هیواد په سویل لویدیځ هلمند ولایت کې ملي سوداګر حاجي محمد عیسی عمري په خپل شخصي لګښت د یتیمو ماشومانو لپاره خصوصي ښوونځۍ جوړه کړې ده.

په همدې ښوونځۍ کې د یتیمو ماشومانو د اوسیدولو لپاره لیلیه ، د اړتیا وړ د خوراک او پوښاک توکي او د تګ راتګ لپاره اسانتیاوی برابري سوې دي. ملي سوداګر حاجي محمد عیسی عمري وایې چې په یاده ښوونځۍ که شاوخوا ۷۰۰ تنه یتیمو زده کوونکو ته زده کړي ورکول کیږي.

پر همدې مهال د هلمند د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال مولوي محمد اسمعیل سعادت وایې چې د دا ډول خصوصي ښونځیو جوړول د پوهنې په برخه کې د هلمندي ولسونو لپاره ډیر مفید تمامیږي.

 د یادي ښوونځۍ یتیم زده کوونکي د خوښۍ په څرګندولو سره وایې: چې مخکي یې د زده کړو کولو مالي توان یې نه درلود او اوس د یادي ښوونځۍ له اسانتیاوو په ګټي اخیستني غواړي د ښه راتلونکي لپاره زده کړي وکړي. 

هلمند کې داسي مهال یو ملي سوداګر د یتیمو ماشومانو لپاره خصوصي ښوونځۍ جوړوي چې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې زرګونه یتیم زده کوونکي له زده کړو محروم دي.

قدرت الله صمدي

سکون راډیو