هلمند کې د٢٧،٦ کیلومتره سړک او پرهلمند سیند د٣٥٠ متره پُل جوړولو چاري پیل سوې.

Jul 28, 2024 - 09:38
Aug 20, 2024 - 18:31
 48
هلمند کې  د٢٧،٦ کیلومتره سړک او  پرهلمند سیند د٣٥٠ متره پُل جوړولو چاري پیل سوې.

ددې پروژې دپرانیستي  پرمهال داطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیر خواه دخپلو څرګندونو پر مهال وویل دیاد  سړک او پُل په جوړیدلو سره به دهلمند  تر مرکز لښکرګاه پوري  ځیني ولایتونه او دیاد ولایت یو شمېر ولسوالۍ پر نږدې فاصله وصل سي.

 

ورته وخت دهلمند ولایت  اوسېدونکي هم د دغه سړک او پُل درغنیزو چارو پیل ته خوښ دي ،او دوی پدې باور دی چي پدې سره به یې  زراعتې محصولات پروخت او لږ لګښت تر لښکرګاه پوري ورسیږي.

 

دغه ««۲۷،۵»» کیلومتره سړک چي ۱۲ متره پلنوالی لري ، دهلمند مرکز لښکرګاه ښار دکندهار - هرات عمومي شهرا ،او دې ولایت کې د شته  ښوراب پوځي اډې  سره  « ۵۰ »  کیلومتره پر لنډه فاصله وصلوي .

 

 دیاد  سړک سر متصل دهلمند مرکز لښکرګاه ښار پنځمه ناحیه «مهاجرو سیمه» کې  پر هلمند سیند

د « ٣٥٠»متره په اوږدوالي یو لوی  پُل هم تړل کېږي ، چي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او هلمند سیمه ایزو چارواکو په باور د دې پُل او سړک په  جوړیدو سره به د هلمند سیند پر پخواني تړل سوي پُل ټرافیکي ازدهام راکم او همدا ډول  به دزراعت ، صعنت او سوداګرۍ برخه کې هم په لویه کچه اسانتیاوي رامنځته سي

 د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیر الله خیرخواه  او د هلمند د والي ویاند مولوي محمد قاسم ریاض پدې اړه وویل :

««دا پُل ۳۵۰ متره اوږدوالی چي دهلمند پرسیند باندي جوړیږي او دغه ۲۷،۵ کیلومتره سړک چي لښکرګاه ښار د باباجي ولسوالۍ له لاري ،  هرات کندهار له عمومي شهرا سره وصلوي ، د پخوا په پرتله پنځوس کیلومتره لنډوالی راځي ، او همدا رنګ بله ګټه دسړک اوپُل داده  په ښوراب پوځي اډه کي چي کوم ملکي هوايې ډکر دی هغه په اسانۍ لار پرانیستل کېږي »»

زموږیوټیوب پاڼه درسره سبسکرایب کړئ!

«« په لښکرګاه ښار شته هوايې ډګر دلویو پروازونه لپاره ډیر مناسب ندی خو ښوراب پوځي اډه کې شته هوايې ډګر د لویو الوتکو د پروزونو لپاه سانتیاوي چي دا پُل او سړک په اسانۍ سره لار ورته پرانیزي ، او ښوراب کې شته هوايې ډګر د کارګو الوتکو لپاره هم ډېرښه ځای دی »»

 

 

ورته مهال  دهلمند ولایت  اوسېدونکي  د دغه سړک او پُل رغنیزو چارو پیل ته خوښ دي ، دوی وایې د دې  سړک او پُل په جوړیدو سره به د ورځڼي ژوند ګڼو اسانتیاوو ته لار ومومي او تر څنګ به یې هلمندي کروندګر وکولای سي چي دهلمند له بیلابیلو ولسوالیو او سیمو خپل  زراعتې محصولات پروخت او لږ لګښت تر لښکرګاه پوري ورسوي .

عبدالغني ، سردار محمد او محمد رسول پدې اړه وویل :

««موږ ډیر خوښ یوو چي موږ ته دلته داسړک جوړیږي ، او دا پُل راته جوړیږي ، دا به موږ او نورو خلکو ته ډیري اسانتیاوي رامنځته کړي »»

««پخوا چي به کله دا رود راغلی خلک به له ډیرو ستونزو او مشکلاتو سره مخ وه خو اوس به د لاره موږ ته له ۲۷ کیلومتره څخه اته کیلومتره ته رالنډه شي »»

«« که دا پُل جوړ کړي موږ به ډیر خوشحاله شو ، او موږ به ډیر هوسا شو د دې پُل جوړیدل دا ډیر ښه کار دی چي وشي »»

 

زموږیوټیوب پاڼه درسره سبسکرایب کړئ!

که څه هم د دغه سړک او پُل کره مالي لګښت ندی رسنیز سوی خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اوهلمند ولایتي ادارې  دمعلوماتو له مخي يې دجوړلو چاري  د امارت په داخلي بودیجه او شته  امکاناتو څخه په ګټي اخیستني ترسره کېږي  چي شاوخوا دوه کلونه وخت به ونیسي .

حافظ احمد نصرت

سکون راډیو