هلمند میشتې د بریتانیوی ځواکونو په هوایې بریدونو کې د ملکي افغانانو د وژل کیدو په هکله عدل غواړي!

Jan 9, 2023 - 14:07
 6
هلمند میشتې د بریتانیوی ځواکونو په هوایې بریدونو کې د ملکي افغانانو د وژل کیدو په هکله عدل غواړي!

هلمند میشتې د برتانیوی ځواکونو په هوایې بریدونو کې د ملکي افغانانو د وژل کیدو په هکله د عدالت نړیوالی محکمې څخه د انصاف او عدل غوښتنه کوي!

دا عبدالواجد اکا دی چي د ګریشک ولسوالۍ په حیدرآباد سیمه کې اوسیږي ده د خپلی کورنۍ ۴۵ غړي د برتانوي ځواکونو په هوایی برید کي لاسه ورکړي دي چي د ټولي کورنۍ څخه خپله او یو یولس کلن زوی یې ژوندی ځکه پاتي سوی دی چي د هوایی برید پرمهال له کوره بهر وه.

د عبدالواجد اکا یوازینی  پاتی سوی زوی  شیراغا هم  دهغه برید ډیري کیسي لري  چي پر مهال یې د خپلي کورنۍ ګڼ شمیر غړي  له لاسه ورکړي دي.

ملا عبدالله  چي د هلمند ولایت د  نهرسراج ولسوالۍ په یخچال سیمه کې هغه زیانمن سوی کس دی چي د خپلي کورنۍ ۷ غړي یې له لاسه ورکړي دی .

دی وایې برتانیوی ځواکونو یې پر کور هوایې برید وکړ چي پایله کې یې مور پلار خویندی ورونه او د کورني ټول ماشومان یې په شهادت ورسیدل.

د ده په وینا دی او کورنۍ یې له سیاست څخه ډیر لیری وه  او په خپلو ځمکو کي  په کرکیله بوخت وه او د خپل ژوند چاري د ځمکي په عوایدو پوره کول.

ملا عبدالله د د عدالت نړیوالی محکمی څخه غوښتنه لری تر څو د دوې او په افغانستان کې د هغو کورنیو دوسې وڅیړي کوم چي د برتانیوی هوایې ځواکونو په بریدونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړې دی.

د هلمند ولایت ځایی مسولین دا پیښي تاییدوي او په وینا یې چي د ترسره سوي جنایتونو په اړه باید شفافي څیړني ترسره او مجرمین په جزا

محکوم کړل سي.

هلمند کي دا مهال د برتانوي ځواکونو په هوایی بریدونو کي د ملکي شهید سویو کورنیو غړي د غرامت او عدالت غوښتنه کوي چي تازه  د بریتانیا د شاهي کورنۍ غړي شهزاده هري ویلي په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو کې یې په افغانستان کې د چورلکې د  پیلوټ په توګه دنده ترسره کړې ده. هغه مهال یې په شپږو ماموریتونو کې ونډه اخیستې وه، چې ټول یې مرګونې وو.

محمد اسماعیل وفا

سکون راډيو