هلمند ګرشک ولسوالۍ کي د دوو وړونو د جنجال له امله ۱۸ تنه ژوبل سوي.

Mar 22, 2025 - 12:53
 14
هلمند ګرشک ولسوالۍ  کي د دوو وړونو د جنجال له امله ۱۸ تنه ژوبل سوي.

پرون ورځ جمعه، د هلمند ولایت ګرشک ولسوالۍ زاړه بازار سیمه کي د دوو وړونو ترمنځ جنجال راغلی چي د یوه ورور زوی د جنجال ځای ته ګرنیټ ور غورځولی چي  ۱۸ ملکي کسان پکښي ژوبل سوي دي.

 

د هلمند ولایت د اطلاعاتو فرهنګ ریس حافظ عبدالباري راشید سکون راډيو ته وویل چي د یادو زخمیانو له جملې څخه د دوو تنو حالت د اندیښنې وړ ښودل سوی او پاتي ۱۶ تنو د روغتیا حالت د ډاډ وړ دی.

 

 د نوموړي په خبره د یادي پیښي په تړاو مجرم کس عبد الخالق د امنیتي ځواکونو له لوري نیول سوی او تر پلټنو لاندي دی چي ډیر ژر به عدلي او قضایی اورګانونو ته ور وپیژندل سي.

 

هلمند  کي داسي مهال د یوې کورنۍ شخړي له امله ګڼ شمیر کسان ژوبل کیږي چي له دې وړاندې هم د هلمند په لیریو پرتو سیمو او ولسوالیو کي وخت نا وخت د دا ډول پیښو راپورونه ورکړل سوې دي.