هلمند کي په لومړي ځل ځانګړي مسافر وړونکو موټرو په فعالیت پیل وکړ.

Mar 12, 2023 - 22:27
 30
هلمند کي  په لومړي ځل ځانګړي مسافر وړونکو موټرو په فعالیت پیل وکړ.

نن یکشنبه د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار کي ځانګړو مسافر وړونکو موټرو په فعالیت پیل وکړ.

دې شرکت په لومړي ځل له هلمند د خپلو VIP موټرونو لړۍ پیل کړل.

دا ۵۸۰ VIP ماډل مسافر وړونکي موټرونه دي چي تازه  احمدشاه بابا ابدالي شرکت هلمند ته را وارد کړي چي د هلمند څخه کابل او کابل څخه هلمند ته مسافر وړي.

د یاد شرکت هلمند څانګي مسئول عبدالهادي (هلمند) سکون راډیو ته وویل چي دا نوي تازه افغانستان ته وارد سوي موټران دي چي د ګڼو سهولتونو درلودونکي دي چي مسافر کولای سي په آرام ډول پکښې سفر ترسره کړي.

دده په خبره  یاد موټران عصري او پخوانیو ته پرمختللي دي چي له هلمند څخه به تر کابله په ښه او آرام ډول مسافر انتقال کړي.

د هلمند ولایت د ترانسپورټ ریس مولوي مدثر خوښی ښي چي هلمند ته یې دا ډول لوړ ماډل موټرونه را وارد  سوي دي  دده په وینا هلمند په لومړي د VIP  موټرونو څخه استفاده کوي چي وړاندي په نورو ولایتونو کي دا ډول موټرونو خپل فعالیت پیل کړي وو.

ترانسپورت ریاست د عوایدو آمر مولوي ګلاب په ترانسپورتي برخه کي داګام د ستايني وړ وباله او زیاته یې کړه چي  یاد شرکت به دترانسپورت ریاست دلایحې مطابق خپلي چلووني کوي.

دده په خبره چي د ا.ا.ا په راتګ سره ترانسپورتي سهولتونه او اسانتیاوي ترپخوا زیاتي سوي دي پر لویو لارو دغیري قانوني پیسو اخیستل او د ناامنیو مخه په مطلق ډول نیول سوې ده.

بل لور ته دهلمند اوسیدونکو ددې موټرانو په فعالیت خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چي موږ همداسي موټرانو ته اړتیا لرل چي د مسافرو لپاره ځانګړي سهولتونه پکښې موجود وي.

دوي وایی چي ټوله نړي د پرمختګ په درشل کي ده باید هلمند میشتو ته هم پرمختللي سهولتونو برابر سي دوي د یاد شرکت څخه مننه وکړل چي هلمند ته یې دا نوښت راوړ.

هلمند کي داسي مهال  ځانګړو مسافر وړونکو موټرو په فعالیت پیل وکړ چي ډیرۍ مسافر د لویو لارو د خرابوالي او موټرونو د تیز رفتار څخه شکایتونه لري او غوښتنه کوي د لویو لارو جوړیدو او تیز موټرو چلوونکو مخه دي ونیول سي.

حافظ احمد نصرت

سکون راډیو