هلمند کې سکون رسنیز ګروپ د ژورنالیزم د اساساتو روزنیز پروګرام پیل کړ.

Mar 11, 2023 - 19:48
 20
هلمند کې سکون رسنیز ګروپ د ژورنالیزم د اساساتو روزنیز پروګرام پیل کړ.

سکون رسنیز ګروپ چی څه باندی د ددو کلونو راپه دېخوا یې رسنیز فعالیت پیل کړی دی تازه یې هلمند ولایت کي د رسنیزو فعالیتونو ترڅنګ د یو شمیر کسانو لپاره د ژورنالیزم د اساساتو روزنیز پروګرام په لاره اچولی دی چي تر زده کړه ییز بهیر وروسته یې عملا رسنیو ته ورپیژني.

 هلمند کې د سکون رسنیز ګروپ مسؤل حافظ احمد نصرت وایې چي دا رونیزي پروګرام به شاوخوا یوه میاشت دوام وکړي چي پکښي به ژونالیزم اساسات،راپور جوړونه، انلاین ژونالیزم، خواله رسینو، تخنیک، ویاندوي او یو شمیر نورو برخو کي د روزنیز پروګرام ګډون والو ته روزنه ورکړل سي.

د نصرت په وینا چي د یاد روزنیز پروګرام تر بشپړیدو وروسته به یو شمیر کسان په همدي رسنیز ګروپ کي په دنده وګمارل سي.

بل لور ته بیا د دغه روزنیز پروګرام ګډون وال وایې: دا چي هلمند دولتي پوهنتون کې ژورنالیزم پوهنځي شتون نلري ترڅو خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، نو دا د دوي لپاره یو ښه فرصت دی تر څو دغه مسلک کې یې تجربه زیاته سي.

دوی وایی د ژونالیزم له ډګره سره ځانګړي مینه لري او غواړي په همدي مسلک کي ښه روزنه ترلاسه کړي.

هلمند کې داسي مهال د سکون رسنیز ګروپ له لوري د ژورنالیزم د اساساتو روزنیز پروګرام په لاره اچول کیږي چي تر دي وړاندي هم سکون ګروپ خپلو همکارانو ته ورته یو روزنیز پروګرام په لاره اچولي وو چي ښه پایلي یې لرلي وي.

محمد اسماعیل وفا

سکون راډیو