ا ا ا: ناروې کې روانې خبرې مو له نړۍ سره د اړیکو ښه پیل دی

Jan 24, 2022 - 12:19
 4
ا ا ا: ناروې کې روانې خبرې مو له نړۍ سره د اړیکو ښه پیل دی

د اوسلو غونډه کې به طالب پلاوی نن دوشنبه له امریکايي - اروپايي استازو سره خبرې ولري. طالبانو بي بي سي ته ویلي دا له نړیوالو سره د اړیکو د عادي کولو پیل ته لار پرانیزي چې له مخې یې راتلونکې کې دوه اړخیزې همکارۍ هم شونې دي.

د طالبانو حکومت کې د اقتصاد وزارت مرستیال عبدالطیف نظري چې دطالب پلاوي غړی دی، له بي بي سي سره خبرو کې دا له نړیوالې ټولنې سره له خپله اړخه د اړیکو یو ښه پیل وباله.

دی وايي، تمه ده یوه اجنډا تیاره سي چې راتلونکي کې دا وړ ناستې نورې هم پسې وسي او د جنجال ټکي له منځه یوړل سي.

هغه وویل، هیڅ هېواد په ډاډه زړه تراوسه د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې ژمنه نه ده کړې، وخت ته اړتیا ده او هیله مندۍ شته چې کوټلي ګامونه به پورته سي.

د اوسلو ناسته کې د بريتانیا، ایټالیا، فرانسې، ناروې او یوشمېر نورو اروپايي هېوادونو استازي ګډونوال دي.

دا ناسته د ناروې هېواد له لوري وربلل شوې او لومړی ځل دی چې طالبان یوه اروپايي هېواد کې دا وړ ناستې ته بلل کېږي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازي توماس وېسټ بیا پر ټويټر لیکلي، افغان مېرمنو لپاره د امریکا د ځانګړې استازې رېنا امیري، د امریکا د خزانې وزارت او د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې له استازو سره یو ځای د ناروې پلازمېنې اوسلو کې دی چې له طالبانو سره د څرګندې ډيپلوماسۍ په سیوري کې خبرې وکړي.

ښاغلي ویسټ ناروې ته د دې ناستې د وربلل کېدو له امله کور ودانی ویلی او د مدني بنسټونو مشران یې د سالمو ټولنو د ملا تیر بللی، هغو غونډو - منډو ته په اشارې چې طالب پلاوی پکې افغانې مېرمنې او نور فعالان ګوري او اوري.

امریکايي استازي ددې ټولو هڅو یوه مهمه موخه افغانستان کې د رادبره سوي انساني ناورین د کابو کولو چاره یاده کړې چې وايي، له خپلو ملګرو او ملاتړو هېوادونو سره پرې ګډه لګیا دي.

د تېرې ورځې په ګډه ویناپاڼه کې چې له طالب مشرانو سره د افغان فعالانو له خبرو وروسته خپره سوې، ویل شوي چې ټولو په سړه سینه یو بل اورېدلي، او پر روانو چارو نظرونه ورکړل سوي.

بل لور تېره ورځ یوشمېر افغانو ښځو د طالبانو د بهرنیو چارو د چار سمبالي وزیر ملا امیر خان متقي په مشرۍ له طالب پلاوي سره د خپلو حقونو پر اندېښنو خبرې درلودې.

ښځینه فعالانو تر ډېره افغانستان کې د خپلو حقونو او ازادیو په تړاو اندېښنې له طالبانو سره شریکې کړې، ځينو یې مخامخ طالبانو ته ویلي چې کابل کې نیول سوې فعالانې چې طالبان یې له نیولو انکار کوي خوشې کړې.

له ویناوالو یوه یې هدا خموش ده چې وايي، موږ له نړیوالې ټولنې غواړو چې پر طالبانو سیاسي او ډیپلوماتو لارو زور راوړي چې د ښځو د ژوند، زده کړو کار او سیاسي ونډې اړونده حقونه پرځای سي.

له ویناو او څرګندونو داسې بريښي چې له دې درې ورځنۍ ناستې نړیوال افغانستان کې د بشري ناورین مخنیوي کې له خپلې ډډې د هڅو او ملامتۍ د لیرې کولو، افغان اړخونه د سیاسي ونډو او طالبان له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو او باور لپاره ګټه پورته کوي.