د عامې روغتیا سرپرست وزیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو د ملاتړ صندوق له استازي فران اکیزا سره ولیدل .

Sep 24, 2023 - 20:19
 3
د عامې روغتیا سرپرست وزیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو د ملاتړ صندوق له استازي فران اکیزا سره ولیدل .

د عامې روغتیا سرپرست وزیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو د ملاتړ صندوق له استازي فران اکیزا سره په لیدنه کې، د افغانستان د روغتیا سکټور د لومړیتوبونو په مطابق خلکو ته د ګټورو، اوږدمهالو روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو پر هڅو ټينګار کړی دی. د عامې روغتیا وزارت پر ټویټر پاڼه لیکلي چې سرپرست وزیر په دې لیدنه کې ویلي، په هغه سیمو کې چې روغتیايي مرکزونه پکې نشته لومړنیو خدمتونو پياوړتیا ته باید پاملرنه وشي.