د ارمنستان ولسمشر له خپلې دندې استعفی وکړه

Jan 24, 2022 - 13:11
 7
د ارمنستان ولسمشر له خپلې دندې استعفی وکړه

د ارمنستان ولسمشر، ارمن سرکیسیان له خپلې دندې چې تر ډېره تشریفاتي بڼه لري، استعفی وکړه.

ده ویلي د ملي بحران پر مهال پر پالېسیو د نفوذ نه درلودلو له کبله له خپلې دندې استعفی کوي.

د هغه د دفتر وېب سایټ پرون په یوه یوه اعلامیه کې د ده په وینا ویلي، ولسمشر په اوسنیو بحراني شرایطو کې چې ملت او هېواد ورسره مخامخ دی، پر محلي او بهرنۍ پالېسۍ د نفوذ اړتیا وړ ابزارونه نه لري.

۶۹ کلن سرکیسیان ویلي، دا پرېکړه یې د احساساتو له مخې نه ده کړې، بلکې یو مشخص منطق ورته لري.

سرکیسیان د ځینو مسایلو له کبله د صدراعظم نیکول پاشینیان له منتقدانو و، په ځانګړي ډول د بېلتونپالې سیمې نګرنو-قره باغ پر سر له اذربایجان سره د شپږو اوونیو د جګړې پر مهال.

د ۲۰۲۰کال هغه جګړه د روسیې په منځګړیتوب د سولې د یوې موافقې له کبله پای ته ورسېده.