انتونیو ګوتیریش لبنان کې د تېرکال د چاودنې قربانیانو ته درناوی وکړ

Dec 21, 2021 - 17:24
 6
انتونیو ګوتیریش لبنان کې د تېرکال د چاودنې قربانیانو ته درناوی وکړ

د ملګرو ملتونو سرمنشي پرون دوشنبه (د لېندۍ ۲۹مه) د لبنان په پلازمېنه بېروت کې د تېر کال د لویې چاودنې د قربانیانو د درناوي لپاره په جوړو سوېو مراسمو کې برخه واخېسته.

انتونیو ګوتیریش چې د لبنان په سفر بوخت و، پرون د چاودنې په ساحه کې د قربانیانو د یاد څلي ته ګلونو ګېډۍ هم کېښوده.

د ۲۰۲۰میلادي کال د اګسټ پر څلورمه په هغه چاودنه کې چې په نړۍ کې تر ټولو لویه غیر اټمي چاودنه بلل سوې د لبنان د پلازمېنې ډېره برخه ویجاړه کړه او لږ تر لږه ۲۱۶ کسان یې ووژل.

چاودنه د سلګونو ټُنه امونیم نایتریت له کبله وسوه چې له کلونو راهیسې په یوه زېرمتون کې ذخیره سوي وو.