بېلاروس: لندن کې زموږ پر ځینو ډپلوماتانو فزیکي برید سوی

بېلاروس ادعا کوي چې په لندن کې یوه ډله کسانو د دوی د سفارت ودانۍ ته زیان اړولی او د دوی پر ځینو ډپلوماتانو یې فزیکي حمله کړې ده.
بېلاروس وايي، په دې اخ و ډب کې یې یو ډپلومات «سخت» ټپي سوی دی.
د لندن پولیس وايي، د یکشنبې ماښام د بېلاروس له ډپلوماتیک ماموریت بهر د یوې شخړې د راپور له کبله ور وبلل سول.
پولیس وايي، د سفارت یو کارکوونکی چې حمله ورباندې سوه، پرمخ ټپي سوی دی.
پولیسو پرون دوشنبه (د لېندۍ ۲۹مه) وویل، د پېښې ساحې ته نږدې یو کس نیول سوی او تحقیقات ورڅخه روان دي.