امریکا: په ډزو کې اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په امریکا متحده ایالاتو کې د دوشنبې په شپه د ډزو په یوه پیښه کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي. سږ کال په متحده ایالتو کې دغه راز له ۳۰۰ ډیرې پیښې ثبت شوي دي.

Jul 5, 2023 - 10:12
 4
امریکا: په ډزو کې اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د امریکا د پولیسو په خبره، وسله وال کس چې د مرمۍ ضد واسکټ یې هم اغوستی وو، د فیلاډیلفیا ایالات په جنوب غربي ښار کینګس ایسنګ کې په یوه کوڅه کې پر خلکو ډزې کړي دي. د سیمې د پولیسو مشرې ډانیلا اوټ لا رسنیو ته وویل چې تر ډزو وروسته بریدګر د تیښتې په حال کې وو او د پولیسو تر تعقیب وروسته یې ځان پولیسو ته تسلیم کړ.

اوټ لا وویل: «په اوس وخت کې هغه معلومات چې موږ یې لرو دا دي چې دغه کس خپل کور ترک کړی او خلک یې په نخښه کړي دي.» نوموړې خبریالانو ته په خبرو کې وویل چې بریدګر څو شاجورونه لرل، د پولیسو پر سکینر او یوې وسلې باندې سمبال وو او دا چې جرم په څو سیمو کې پیښ شوی دی.

اړوند مطالب:د ايران ولسمشر د لاتيني امريکا يو شمېر هېوادونو ته سفر کوي - سکون - رادیو (sakoon.af)

د فلاډیلفیا انکوایررر په نامه باندې ځايي رسنۍ راپور ورکړی دی چې په دې پیښه کې خلک په بیلابیلو ځایونو کې په ډزو ویشتل شوي او د قربانیانو په منځ کې دوه تنکي ځوانان شامل دي او عمرونه دوه او ۱۳ کلونه ښوول شوي دي

په امریکا متحده ایالاتو کې د «ګن وایولنس ارشیف» په نامه د غیر دولتي سازمان په حواله سږکال په متحده ایالاتو کې ۳۳۹ د ډله ایزو ډزو پیښې ثبت شوي دي.

ځايي ورځپاڼې په خپل رپوټ کې دا هم ویلي دي چې شکمن یو ۴۰ کلن کش دی او دا چې د پیښې قربانیان ټول نارینه دي او عمرونه یې د ۱۰ او ۵۹ کلونو په منځ کې ښوول شوي دي. انکوایرر ورځپاڼې په خپل په راپور کې زیاته کړې چې یو ناپېژندل شوی قرباني ښايي تر ۱۶ کلونو پورې یو ځوان وي.

په امریکا متحده ایالاتو کې د ډزو دغه پښه یوه ورځ وروسته له هغې کیږي چې د امریکا د میریلینډ په بالتیمور کې د ډله ایزو ډزو په یوه بله پيښه کې دوه کسان ووژل شول او ۲۸ نور ټپیان شول. د معلوماتو له مخې، د میریلنډ په پیښه کې نیږدې نیمايي ټپیان شوي ماشومان وو.

په امریکا متحده ایالاتو کې د «ګن وایولنس ارشیف» په نامه د غیر دولتي سازمان په حواله سږکال په متحده ایالاتو کې ۳۳۹ د ډله ایزو ډزو پیښې ثبت شوي دي.