د مسکو او کېف ترمنځ بل پړاو خبرې پیلیږي

پر اوکراین د روسیې له یرغله وروسته ټاکل شوې ده چې د مسکو او کېف ترمنځ بل پړاو خبرې وشي.
د اوکراین د مرکچي پلاوي غړي دیوید ارخامیا پر خپله فېسبوکپاڼه کښلي چې د دواړو هېوادونو درېیم پړاو خبرې به سبا دوشنبې ترسره شي.
د دواړو لورو ترمنځ تېر ځل د بلاروس په سرحد کې پای ته ورسېدې خو کومې پایلې ته و نه رسېدل.