امریکا له اوکراین سره ۴۰۰ میلیونه ډالره نوې مرسته اعلان کړه

Jul 26, 2023 - 17:47
 4
امریکا له اوکراین سره ۴۰۰ میلیونه ډالره نوې مرسته اعلان کړه

امریکا پرون د ۴۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت اوکراین ته اضافي امنیتي مرسته اعلان کړه. د نوې مرستې په کڅوړه کې د پنټاګون له وسله تونونو څخه د هوايي مدافعې مهمات، زغرګاډي، د زغرګاډو ضد وسلې او نورې پوځي مرستې شاملې دي څو اوکراین وکولی سي خپلې له لاسه تللې سیمې بېرته ونیسي او د روسیې د توغندويي بریدونو پر وړاندې خپله دفاع وکړي. پنټاګون دا مرسته وروسته له هغه اعلان کړه چې اروپايي ټولنې پرون له اوکراین سره د یونیم میلیارد یورو نوې مرستې ژمنه وکړه څو د اوکراین پر بندري ښار ادیسې او پلازمېنې کیېف، د روسیې د هوايي بریدونو په نتیجه کې ویجاړ سوي تاسیسات ورغوي. د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زلینسکي په یوه ویډیويي پیغام کې د امریکا له مرستې مننه کړې ده.