ادرغان د يوې بلې دورې لپاره د ترکيې د ولسمشر په توګه لوړه وکړه

Jun 3, 2023 - 22:01
 2
ادرغان د يوې بلې دورې لپاره د ترکيې د ولسمشر په توګه لوړه وکړه
رجب طیب اردغان نن د یوې بلې پنځه کلنې دورې لپاره د ترکیې د ولسمشر په توګه لوړه وکړه.
۶۹کلن اردوغان ژمنه وکړه چې د حکومت له موجودیت او خپلواکۍ به ساتنه کوي.
نوموړي د پرانیستې له مراسمو وروسته وویل: "موږ د نورو پنځو کلونو لپاره د خپل هېواد او ملت د خدمت کولو خوښي تجربه کوو. زه هیله‌ من یم چې دا ټاکنې به زموږ د ملت لپاره نوې دروازې پرانېزي."
رجب طیب اردوغان د ترکیې د ولسمشریزو ټاکنو په دویم پړاو کې چې د تېرې اوونۍ د یکشنبې په ورځ ترسره سوې، خپل سیال کمال قلیچدار اوغلو ته ماتې ورکړه.
د اردوغان د ولسمشرۍ د دریمې دورې په پیلېدو سره په ترکیه کې د هغه واک دریمې لسیزې ته داخل سو.