اروپايي ټولنه: که د ګازو بیې ټیټې نه سي، سخت ژمي سره مخ کېږو

Aug 29, 2022 - 18:03
 3
اروپايي ټولنه: که د ګازو بیې ټیټې نه سي، سخت ژمي سره مخ کېږو

د بلجیم د انرژۍ وزیر خبرداری ورکړی چې که د طبیعي ګازو د بیې راټیټولو لپاره ګام پورته نه شي نو د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه به تر راتلونکو لسو کلونو له سخت ژمي سره مخ وي.

د ګازو بیې او د برېښنا له نرخه یې د بېلولو په اړه د اروپايي اتحادیې له لوري پراخې غوښتنې راپورته شوې دي.

د اروپايي ټولنې هېوادونه له هغې وروسته د برېښنا له لوړې بیې سره لاس او ګریوان شوي دي چې په تېره فبرورۍ کې د ګازو اصلي تولیدوونکي هېواد روسیې پر اوکرایین برید وکړ.

د اوکرایین ملاتړي هېوادونه هڅه کوي د روسیې د ګازو او تیلو واردات کم کړي.

روسیې تېر کال اروپايي ټولنې ته خپل ۴۰ سلنه ګاز صادر کړی و خو پر اوکرایین د دغه هېواد تر برید وروسته یې د ګازو اکمالات کم کړي دي.

د بلجیم د انرژۍ وزیرې تین وان دیرستراتین پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې اړتیا ده اروپا کې د ګازو بیې په سملاسي توګه راټیټې شي، نوموړې زیاته کړې، د برېښنا او ګازو تر منځ اړیکه مصنوعي جوړه شوې ده او سمېدو ته اړتیا لري چې باید کار پرې وشي.

آغلې ستراتین زیاته کړې:"که موږ کوم ګام پورته نه کړو نو راتلونکي پنځه - لس ژمي به ویروونکي وي، موږ باید د سرچینو او اروپا په کچه عمل وکړو او د ګازو د بیې پر راټیټولو کار وکړو."

اروپا کې تېره اوونۍ د برېښنا بیې ریکارډ کچې ته لوړې شوې وې. ګاز د برښنا د تولید لویه سرچینه ده.

د اتریش لومړي وزیر کارل نېهمر ویلي: "موږ باید د انرژۍ بازار کې د روان بد حالت مخه ونیسو."

نوموړي ویلي چې د برېښنا بیې باید راټیټې شي او پر اروپايي اتحادیې یې غږ کړی چې د برېښنا او ګازو بیې سره بېلې کړي.

ښاغلي نېهمر زیاته کړې:

"موږ نه شو کولی د روسیې ولسمشر(پوتین) ته اجازه ورکړو چې هره ورځ د اروپا د برېښنا بیې وټاکي."

جرمني ۲۰۲۰ کال کې د روسیې د ګازو تر ټولو لوی واردوونکی هېواد و خو د روسیې د ګازو له بندېدو وروسته هڅه کوي چې له ژمي مخکې د خپلو ګازو زېرمې ته وده ورکړي.

جرمني هوډ لري د اکتوبر تر پایه د خپلو ګازو کچه ۸۵ سلنې ته لوړه کړي او دې هدف ته د رسېدو لپاره یې د برېښنا سپما پیل کړې ده.

د دغه هېواد د اقتصاد وزیر رابرټ هیبیک ویلي، دا ډول کړنې المان ته د دې وړتیا ورکوي چې خپل هدف تر اټکل شوي وخته ژر پوره کړي.