ا ا ا د روانې سنبلې میاشتې ۹مه عمومي رخصتي اعلان کړه

Aug 30, 2022 - 16:51
 2
ا ا ا  د روانې سنبلې میاشتې ۹مه عمومي رخصتي اعلان کړه

ا ا ا  د سنبلې ۹مه چې له افغانستانه د بهرنیو عسکرو د وتو له نېټې سره برابره ده، عمومي رخصتي اعلان کړې ده.

 د کار او ټولنیزو چارو وزارت په دې اړه نن یو رسمي مکتوب خپور کړی او په کې یې لیکلي، له افغانستانه د امریکايي او بهرنیو عسکرو د وتو په مناسبت، د رییس الوزرا په هدایت بېلابېل ځانګړي مراسم کېږي.

د ملګرو ملتونو د رسمي شمېرو له مخې، نږدې ۲۵ میلیونه افغانان له بې‌وزلۍ سره مخ دي او ۲۰ میلیونه یې هر څه ژر بشري مرستو ته اړتیا لري.