ملګرو ملتونو له افغانستان سره د مالي مرستو د بیا پیلېدو غوښتنه وکړه
د ملګرو ملتونو د بشري چارو مشر له تمویلوونکو غوښتنه وکړه چې له افغانستان سره خپلې مالي مرستې بیا پیل کړي.
مارټین ګریفیټس خبرداری ورکړ، چې ۶ میلیونه افغانان د قحطۍ له خطر سره مخامخ دي او د افغانستان نیمايي وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.
ګریفیټس پرون د امنیت شورا غونډې ته وویل، په افغانستان کې بېوزلي په پراخېدو او د وګړو شمېر هم په زیاتېدو دی.
وروسته له هغې چې ا ا ا څه باندې کال مخکې پر افغانستان بیا ولکه ټینګه کړه، په افغانستان کې اقتصادي وضعیت په خرابېدو او بېوزلي په پراخېدو شوه.