له هرات او نيمروز څخه ګاونډيو هېوادونو ته د ځوانانو د وتلو لړۍ چټکه سوې ده.

Nov 24, 2022 - 15:30
 5
له هرات او نيمروز څخه ګاونډيو هېوادونو ته د ځوانانو د وتلو لړۍ چټکه سوې ده.

د افغانستان ا.ا په راتګ له افغانستان څخه د خلکو د وتلو لړۍ تر پخوا چټکه سوې ده.

بې‌کاري، د ژوند نامعلوم برخليک او اقتصادي ستونزې د دې لامل ګرځېدلي دي چې ډېری خلک په ځانګړي ډول ځوانان له هېواد څخه د وتلو په لټه کې سي.

هرات او نيمروز چې له ایران سره ګډه پوله لري هره ورځ ترې زیات شمیر ځوانان په قانوني او غیري قانوني لارو د وتلو هڅه کوي.

دا په داسي حال کې ده چې، پر ا.ا تور دی چې د مسلکي کسانو پر ځای یوازې خپلو ملګرو ته دندې ورکوي.

سکون راډیو