اروپايي ټولنه: افغانستان د طبیعي پېښو له امله ډېر زیانونه ګالي

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ افغانستان له تر ټولو زیانمنو هېوادونو بللی، چې د سېلابونو او وچکالۍ په څېر د طبیعي افتونو له کبله ډېر زیانونه ګالي. دا په داسې حال کې ده، چې د هواپېژندنې ادارې پرون د ۲۴ ساعتونو لپاره په ګڼو ولایتونو کې د سختو اورښتونو دغه راز تالندې او برښنا اټکل کړی دی. نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، پروان، پنجشېر، ننگرهار، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، غزني، میدان وردګ، بامیان، غور، پکتیکا، زابل، ډایکنډي، ارزگان، هلمند، کندهار او فراه هغه ولایتونه دي، چې د سختو اورښتونو اټکل په کې سوی دی. د پېښو په وړاندې د مبارزې وزارت وايي، د وروستیو سېلابونو له امله په ۱۰ ولایتونو د مړو شمېر ۴۱ کسانو ته رسېدلی دی.