د ا.ا.ا: شپږ میاشتو کې نږدې۲۷۰ زره افغان کډوال له ایران څخه ستانه سوي او یا شړل سوي

د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت وايي، چې په تیرو شپږ میاشتو کې نږدې ۲۷۰ زره افغان کډوال له ایران څخه ستانه سوي او یا هم شړل سوي دي.
د دغه وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني د پنجشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۳ ( کب څلورم) امریکا غږ ته په یو استولي ویډیوي پیغام کې ویلي، چې د ستنو سوو افغان کډوالو په شمیر کې لږ تر لږه سل زره افغان کډوال د ایراني پولیسو له خوا د نیول کیدو وروسته افغانستان ته شړل سوي دي.
د راپورونو له مخې له ایران څخه په شړل سوو افغان کډوالو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
ښاغلي حقاني ویلي، چې افغانستان ته په شړل سوو کډوالو کې اکثرو یې قانوني اسناد نلرل او په غیر قانوني لارو دغه هیواد ته تللي و.
د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت د ویاند د وینا له مخې هره ورځ د دوو او دریو زرو ترمنځ افغان کډوال د ایران او افغانستان ترمنځ تګ راتګ کوي.
د چارواکو د وینا له مخې هغه افغان کډوال، چې له ایران څخه د هرات او د نیمروز ولایتونو له لارې وطن ته ستنیږي ورسره د ملګروملتونو په ګډون د نړیوالو مرستندویه ادارو له خوا مرستې کیږي.
په ورته وخت کې د ملګروملتونو د مهاجرینو عالي کمیشنرۍ افغانستان ته د ستنو سوو افغان کډوالو سره د مرستې په اړه د خپلې ادارې د هڅو یادونه کړې او ویلي یې دي، چې دغه اداره ستنو شوو او داخلي بې ځایه شوو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
د ملګروملتونو د مهاجرینو عالي کمیشنرۍ ' یو این ایچ سي ار' د خپل ټویټر په پاڼه لیکي: " د ملګروملتونو د مهاجرینو عالي کمیشنرۍ ستنو سوو کډوالو او داخلي بې ځایه سوو څخه د ملاتړ په برخه کې ژمنه ده او هغوی سره د نوي ژوند د جوړیدو په برخه کې مرستې کوي ترڅو په ټولنه کې بیا ژوند پیل کړی سي.
د ملګروملتونو د مهاجرینو د عالي کمیشنرۍ د شمیرونو پر اساس په ایران کې ۳.۴ میلیونه افغان کډوال اوسیدل، چې نږدې دوه میلیونو یې په دغه هیواد کې د اوسیدانې قانوني اسناد نلرل.
د ملګروملتونو دغې ادارې ویلي، چې د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ د میاشتې وروسته په سلګونو زره نور افغان کډوال هم دغه هیواد ته تللي دي.
ددې دمخه د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا په یو راپور کې ویلي وه، چې یو میلیون څخه زیات افغان کډوال دغه هیواد ته کډه سوي دي.
د ایرنا د راپور له مخې په زرګونو افغان کډوال هره ورځ اروپايي هیوادونو کې د پناه اخیستلو په لټه ایران ته داخلیږي.
سکون راډیو