د تورخم دروازه له څو ورځو تړل کېدو وروسته، نن سهار د ټولو مسافرو او موټرو پر مخ بېرته پرانيستل سوه.

Feb 23, 2023 - 12:18
 2
د تورخم دروازه له څو ورځو تړل کېدو وروسته، نن سهار د ټولو مسافرو او موټرو پر مخ بېرته پرانيستل سوه.
 باختر اژانس د ننګرهار د سیمه‌ ییزو مسوولینو له قوله خبر ورکړی چې، دغه دروازه د ا.ا.ا او د پاکستاني لوړ پوړو مسوولینو له‌خوا د هر ډول تګ راتګ پر مخ پرانيستل سوه.
تر دې مخکې په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت تېر ماښام په یوه ټویټ کې ویلي و چې، دغه دروازه به نن بېرته پرانيستل سي.
په تېرو څلورو ورځو کې چې دغه دروازه تړلې وه، دواړه لورو ته په زرګونو مسافر او موټر بند پاتې وو.
د تورخم دروازه وروسته له هغې بېرته پرانيستل کېږي چې، پرون د پاکستان د دفاع وزیر په مشرۍ یوه جګ‌پوړي پلاوي کابل ته په سفر کې د ا.ا.ا له لوړپوړو چارواکو سره د دواړو هېوادونو اړوند مهمو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.
سکون راډیو