هند د مرسته سویو غنمو بله جوپه افغانستان ته لېږلې

هند د ۳زره مټريک ټنه غنمو بله جوپه افغانستان ته لېږلې.
د هند د بهرنيو چارو وزارت نن یکشنبه په یوې اعلامیې کې ویلي، چې افغانستان ته یې د ۳زره مټریک ټنو بله جوپه غنم استولي دي.
په اعلامیه کې راغلي، چې دا غنم د واګه بندر له لارې افغانستان ته استول شوي دي.
یاد وزارت زیاتوي، چې تر اوسه يې د خوړو نړیوال سازمان په همکارۍ ٣٣٥۰۰ مټريک ټنه غنم افغانستان ته لېږلي دي.
هند له دې وړاندې هم له افغانستان د سره د غنمو او درملو په برخه کې مرستې کړي وې.
په افغانستان کې د ا ا ا په بیاځلي واکمنېدو او وروسته، چې نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې د بشري ناروین د رامنځته کېدو ګواښ وکړ هند هغه مهال له افغانستان سره د ۵۰ زره مټریکه ټنه غنمو او یو شمېر نورو برخو کې د مرستو اعلان کړی و.