په کابل کې د چین سفارت افغان سوداګرو ته د ويزو ورکول پیلوي

په کابل کې د چین سفیر وانګ یو وايي، افغان سوداګرو ته د ويزو د ورکړې د پيل لپاره په تياريو بوخت دي.
ښاغلي وانګ یو دا خبره د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي سره کتنه کې کړې.
د بهرنیو چارو وزارت یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، متقي او وانګ یو پرون په کابل کې سره وکتل او دواړو لوريو له زلزله ځپلیو سره په مرستو، پر سياسي مسايلو، د افغانستان او چين ترمنځ پر ګډې سوداګرۍ، بشري مرستو او چين ته د افغان محصلينو د بېرته ګرځېدو په باب هراړخيزې خبرې کړي.
اعلامیه کې د چين سفير له قوله لیکل شوي، په نږدې راتلونکي کې به زلزله ځپلو سره بشري مرستې وکړي.
خبرپاڼه زیاتوي، دواړو لوريو دا ژمنه هم کړې چې سږ کال به چين ته له افغانستانه د جلغوزيو د لېږد لړۍ کې هم پاموړ چټکتيا راشي.