ا ا ا روانه اوونۍ په کابل کې لویه جرګه جوړوي

Jun 26, 2022 - 12:21
 8
ا ا ا روانه اوونۍ په کابل کې لویه جرګه جوړوي

د ا ا ا  یوې سرچینې د دغې غونډې د جوړېدو خبر تایید کړو خو وايي دا لویه جرګه نه، بلکې د علماوو یوه لویه غونډه ده.

 ریاست الوزا ته په یوه منسوب مکتوب کې چې په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس کې کېږي ویل شوي، دغې غونډې ته داسې علما د برخوالو په توګه بلل شوي، چې ښه شهرت، نوم او تقوا ولري، تر څنګ یې د مکتوب په اصطلاح د جهاد ملاتړ یې کړی وي.

ویل شوي، چې له هرې ولسوالۍ څخه درې تنه چې دوه یې علما او بل تن مخور وي، دغې جرګې ته بلل شوي دي.

تر دې مخکې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد فایق تېره پنجشنبه له دغه سازمانه غوښتي وو چې د افغانستان روانو ستونزو د حل په موخه یو ملي ډیالوګ جوړ کړي، چې ټول اړخونه په کې شامل وي.

له دې وړاندې د افغانستان د ځینو ولایتونو اوسېدونکو له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې ویلي وو، چې طالبانو د کلیو او ګذر وکیلان په خپل خوښه ټاکي او د دوی رایې یا نظر ته احترام نه کوي.

پر افغانستان د ا ا ا د ولکې بیا ټینګولو لس میاشتې اوړي، خو د نړۍ یوه هېواد یې هم حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، ا ا ا هڅه کوي په کور دننه هم مشروعیت ترلاسه کړي، خو داسې ښکاري چې په دې کار لا بریالي شوي نه دي.

د ا ا ا له خوا د لویې غونډې د رابللو د اجنډا، هلته د کېدونکو احتمالي بحثونو، د ګډونوالو د لیست او نورو ترتیباتو په اړه تفصیل نه دی ورکړل شوی.