دهلمند ولايت مرکز لښکرګاه کې د ۲۵۰ اړمنو کورنيو سره مرسته وشوه

Oct 21, 2021 - 21:05
Oct 21, 2021 - 21:21
 11
دهلمند ولايت مرکز لښکرګاه کې د ۲۵۰ اړمنو کورنيو سره مرسته وشوه

دهلمند ولايت مرکز لښکرګاه کې د ۲۵۰ اړمنو کورنيو سره مرسته وشوه . نن سهار پنجشنبه دهلمند ولايت لښکرګاه ښار اړوند احمد شاهي مېنه،قصبې، او بولان سيمو کې د۲۵۰ کورنيو سره چې دWAW مؤسسې لخوا يې څه موده مخکې سروې شوي وه نن دUNHCR مؤسسې لخوا هري کورنۍ ته ۷ قلمه لاندې اجناس توضیع شول. ۱-دري شړی ۲-دوه ترپالونه ۳-يو عدد داشپزخانې کيټ ۴-يو عدد دګازو ډبه ۵- دوې  داوبو خالي ډبي. ۶-يو سطل. ۷-يو دحفظ الصحې (هايجين) کيټ. دا مرستي داسي مهال پر اړمنو کورنیو ویشل کیږي چي هلمندي وګړي پدي وروستیو کي د جګړي او وچکالي له امله سخت ځپل سوي دي.  ديادونې وړ ده چې ديادي مؤسسې لخوا دتيري يوي مياشتې راپه ديخوا په مارجې ولسوالۍ او لښکرګاه ښار کې دګڼ شمير نورو کورنيو سره هم مرستې شوي دي.