خوست کې پر بې وزله کورنیو د نغدي مرستو په ګډون ژمني توکي ووېشل سول

Dec 25, 2021 - 16:24
 7
خوست کې پر بې وزله کورنیو د نغدي مرستو په ګډون ژمني توکي ووېشل سول

د کډوالۍ نړیوال سازمان د بشري مرستو پروګرام په چوکاټ کې نن شنبه (د مرغومي ۴مه) د خوست ۴۰۰ سوه بې وزله کورنیو او داخلي بې ځایه سوېو سره د نغدي مرستو د وېش بهېر پیل سو.

چارواکي وايي چې په دې برنامه کې هرې کورنۍ ته په نغدي ډول ۲۰۰ ډالر او د کمپلو په ګډون یوه اندازه ژمني توکي هم ورکول کېږي.

په خوست کې د کډوالو چارو ادارې د سیمه ییز دفتر مشر محمداسحاق افغان خبریالانو ته وویل، دې ولایت کې د دوی او یو شمېر نورو نړیوالو بنسټونو له خوا ۲ زره بې وزله کورنیو ته د نغدي مرستو د وېش پروګرام موجود دی.

محمد اسحاق افغان زیاته کړه: "دا پروسه الحمدالله ډېره شفافه وه، په صبریو، نادرشاه کوټ، مرکز او مندوزیو ولسوالیو کې موږ دا سروې کړې ده، موږ ډېره هڅه کړې ده چې د سیمې په کچه هغه تر ټولو غریب خلک ونیسو، دا خلک د جګړو له امله داخلي بې ځایه سوي دي او د دې تر څنګ یو شمېر يې غریبې کورنۍ دي چې په سیمه کې اوسېږي. "

بل لوري ته طالب چارواکي د دې مرستو هرکلی کوي او له نړیوالو بنسټونو غواړي چې افغانستان سره د خپلو مرستو بهیر روان وساتي.

خوست والي مولوي محمدنبي عمري وویل: "غوښتنه کوو چې له هر مسکین افغان وګړي ته چې په هرځای کې وي، خصوصاً په خوست کې، هغوی ته څه نا څه که نغدي وي، که خوراکي توکي وي، که کمپلې وي، که هره برخه کې وي چې هغوی ته خپلې مرستې ورسوي."

سره له دې چې په ټوله کې مسوولان د مرستو د ترلاسه کوونکو په انتخاب کې د شفافیت ډاډ ورکوي، خو ځینې خلک بیا نیوکه کوي چې له دې مرستو اصلي مستحق او بې وزله کورنۍ بې برخې پاتې کیږي.