ایران: ا.ا.ا دې د اوبو په اړه دوه اړخیزو تعهداتو ته جدي درناوی وکړي

Jun 25, 2022 - 14:46
 6
ایران: ا.ا.ا دې د اوبو په اړه دوه اړخیزو تعهداتو ته جدي درناوی وکړي

ایران یو ځل بیا له ا.ا.ا غوښتي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو د ونډې په اړه د شوې موافقې له مخې، دوه اړخیزو تعهداتو ته جدي درناوی وکړي.

د افغانستان او ایران ترمنځ د هلمند سیند د اوبو په سر د توافق سوې هوکړې سره سره، دا هېواد یو ځل بیا له ا.ا.ا غواړي څو په دې برخه کې راپورته شوې ستونزې حل کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیرعبدالهیان د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي سره تېره ورځ ټیلېفوني خبرو کې ویلي، ا.ا.ا دې د ایران د اوبو د ونډې په اړه د شوې موافقې له مخې، دوه اړخیزو تعهداتو ته په جدي توګه درناوی وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه خپره کړې اعلامیه کې په دې اړ ډېر وضاحت نه‌دی ورکړی، خو ټینګار یې کړی چې ا.ا.ا چارواکي باید په دې برخه کې را پورته شوې ستونزې حل کړي.

دا معلومه نه‌ده چې ا.ا.ا له ایران سره د هلمند د سیند په اړه نوي تعهدات کړي که د شاهي نظام پر مهال د سوي توافقاتو د عملي کېدو غوښتنه سوې.

افغانستان او ایران د هلمند سيند د حق‌ابې په سر په ١٩٧٣م کال یوه هوکړه لاس‌لیک کړه چې پر بنسټ یې، ایران حق لري چې هر کال له هیرمنده ۸۵۰ ملیونه مټر مکعب اوبه ترلاسه کړي.

خو ایران وروستیو کې شکایت کوي، چې دا اوبه په پوره ډول نه ور رسېږي.