د پکتیکا او خوست زلزله ځپلو لپاره راټولې شوې مرستې کمېټه او بنسټونه وېشي

Jun 25, 2022 - 14:30
 9
د پکتیکا او خوست زلزله ځپلو لپاره راټولې شوې مرستې کمېټه او بنسټونه وېشي

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د حکومت وزارت وایي، د پکتیکا او خوست د زلزله ځپلو لپاره تر دې دمه راټولې شوې مرستې د دوی په اختیار کې نه دي ورکړل سوي خو د مدیریت او وېش لپاره یې ځانګړې کمېټه او بېلابېل بنسټونه ګمارل سوي دي.

محمد د پکتیکا ولایت د ګیان ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې زلزلې یې په بشپړ ډول کور ویجار او کورنۍ ته یې ځاني او مالي زیانونه رسولي دي.

دی وایي، دوی دا مهال بېړنیو روغتیایي او خوراکي توکو ته اړتیا لري.

هغه وویل: "نه کلینیک شته نه د تګ راتګ سم سړک، د څښلو پاکې اوبه نه لرو،که دولت همدې برخو ته پام وکړي ډېره به ښه وي."

جمال هم د همدې ولسوالۍ اوسېدونکی او د زلزله ځپلو له ډلې دی، دی هم د اړتیاوو د مرستو غوښتنه کوي.

هغه وايي: "چې زلزله وسوه یو څه مرستې وسوې خو ډېرې اړتیاوې پاتې دي،د موږ هر څه ته زښته زیات ضرورت لرو، نه کلینیک نه لرو نه اوبه هېڅ څه هم نه لرو."

بلخوا پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د حکومت وزارت ویاند نسیم حقاني د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې د طالبانو د حکومت د بېلابېلو ادارو چارواکو چې د کابینې په فوق العاده ناسته کې ۱۰۰ میلیونه افغانۍ دغو زلزله ځپلو ته ځانګړې کړې وې تېره ورځ یې پرې ووېشلې.

حقاني وایي، په هېواد دننه او بهر په شخصي توګه مرستې راټولې شوي دي او دوی یې د وېش د مدیریت لپاره ځانګړې کمیټه ګمارلې ده.

هغه زیاته کړه: "اوس هم یو پلاوی په سیمه کې سته، تر څو کومې مرستې چې راځي او خلکو ته د سرپناه ترتیبول مدیریت کړي، دا چې په هېواد کې څومره مرستې راټولې سوي، تر اوسه یې شمېر مشخص نه دی ځکه چا چې ټولې کړي هغوی سره دي تر اوسه یې موږ ته نه دي سپارل سوي، نو د دې لپاره موږ یوه کمېټه لرو چې دا ټول تنظیم کړي."

حقاني وایي، له پرون راهیسې د دولتي مرستو د وېش په ترڅ کې ۴۹۵د هر مړه شوي په سر ۱۰۰ زره او هر ټپي ته ۵۰ زره افغانۍ ورکړل شوي، نوموړی وایي په سیمه کې لا هم د نغدي، خوراکي او نورو اړتیاوو مرستو د وېش لړۍ روانه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې شدیدې زلزلې چې د زرګونو خلکو ته یې مرګ ژوبله واړوله، له هغه وروسته د زیانمنو لپاره په بېلابېلو لارو چارو د مرستو د راټولو کمپاینونه پیل شوي هم په شخصي توګه د عامو افغانانو، مشهور ورزشي لوبغاړو، سیاستوالو او فعالانو له لوري او هم د دولتونو په کچه.

خو لا هم د دې مرستو د منظم وېش او دا یو مشخص بنسټ د مدیریت صلاحیت ولري نه شته.

اندېښنې دا دي، چې په پروان ولایت کې تقریباً د دوه کاله وړاندې د سېلاب ځپلو د پېښې په شان چې د میلیونونو افغانیو د ټولېدو راپورونه یې ورکړل شوي وو خو د سیمې اوسېدونکو او سېلاب ځپلو ته نه وې رسېدلې، وېره شته چې دا ځل هم د مسولو او منظم ادارو د نشتون له امله دا مرستې حیف او میل نه شي.