د سوداګرۍ وزارت ايراني چارواکو سره پر اقتصادي مسايلو خبرې کړي

Jun 2, 2022 - 16:34
 6
د سوداګرۍ وزارت ايراني چارواکو سره پر اقتصادي مسايلو خبرې کړي

د سوداګرۍ او صنعت وزارت وايي، د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په خاطر یې له ایراني چارواکو سره لیدلي دي.

دې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزارت مرستیال ملا قدرت الله جمال د ایران د لارو او ښار جوړونې وزارت له ځانګړي استازي میر شفیعي او په کابل کې د ایران سفارت له اقتصادي اتشې حسن شېرزادي سره په اقتصادي مسایلو خبرې کړي دي.

په خبرپاڼې کې راغلي دي چې په دې لیدنه کې د سرحدي بنسټونو، بندرونو او صنعتي پارکونو د پیاوړتیا او د سوداګریز بېلانس په اړه خبرې شوې دي.

یاد وزارت د ښاغلي شفیعي له قوله لیکلي دي چې د دووه اړخیزه هوکړو پر بنسټ کېدلای شي، د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري په ښه ډول تنظیم شي.