سيګار: طالبان د کوکنارو د کښت بندولو توان نهلري

د افغانستان د بیارغونې د څار امریکايي بنسټ (سيګار) اداره وايي چې طالبان د کوکنارو د کښت او نشهيي موادو د توليد بندولو توان نهلري.
سيګار د افغانستان د وضعيت په اړه په خپل تازه راپور کې ليکلي چې د روان ميلادي کال د اګسټ مياشتې له ۱۵مې نېټې څخه بيا تر اوسه پورې په افغانستان کې له نشهيي موادو سره د مبارزې د وضعيت په اړه هېڅ يوې کورنۍ او بهرنۍ ادارې کوم راپور نهدی خپور کړی.د سيګار په راپور کې د طالبانو حکومت د وياند د اګسټ میاشتې وينا ته هم اشاره شوې چې ويلي يې و له نشهيي موادو سره به مبارزه کوي، خو سيګار ويلي چې د طالبانو حکومت له نشهيي موادو سره د مبارزې په برخه کې هېڅ ډول رسمي ژمنه نهده کړې.
دا خبره په داسې وخت کې راپورته کېږي چې بزګر د افغانستان په تودو يا ګرمسېرو ولايتونو کې د کوکنارو د بل فصل لپاره ځمکې چمتو کوي، خو دا بزګر وايي چې دوی ته تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمي ډول د کوکنارو د نهکرلو په اړه خبر نهدی ورکړی.
د ولسي جرګې پخوانی غړی او سياسي تحليلګر خالد پښتون وايي، که په تېرو ۲۰ کالو کې د طالبانو او نشهيي موادو کاروباريانو اړیکو ته وګورو، نو دا به ګرانه وي چې طالبان به دومره ژر د کوکنارو کښت بند کړي.په تېرو دوو مياشتو کې په افغانستان کې د نشهيي موادو د نيولو په اړه راپور نهدی خپور شوی، خو د طالبانو حکومت د معتادینو راټولولو لړۍ له سره پيل کړې چې په دې کار سره په ښارونو کې د نشهيي موادو رانيول او پلورل کم شوي او د نشهيي موادو د خرڅولو ډېری واړه ځایونه يا ساقي خانې هم ورسره تړل شوي دي.