طالبان د بودجې سند پرکابینه تصویبوي؛ انتقاد کوونکي: دا سند نه، د معاشاتو لېست دی

Dec 21, 2021 - 17:48
 6
طالبان د بودجې سند پرکابینه تصویبوي؛ انتقاد کوونکي: دا سند نه، د معاشاتو لېست دی

د طالبانو حکومت د ماليې وزارت د ۱۴۰۱ مالي کال لپاره د ټاکل سوې بودجې جزئیات نه ورکوي، خو وايي چې روانه اوونۍ کې به د بودجې سند د تصویب لپاره د کابینې غونډې ته واستول سي.

سږکال د بودجې د تصویب صلاحیت کابینې ته ورکړل سوی

د ماليې وزارت ویاند احمد ولي حقمل رسنیو ته وویل، سږکال د بودجې د تصویب صلاحیت کابینې ته ورکړل سوی دی: "د ۱۴۰۱ مالي کابل بودجه د مالي وزارت له لوري بشپړه سوې ده، روانه اوونۍ به د تصویب لپاره کابینې ته واستول سي، سږکال پرېکړه سوې ده چې د بودجې د تصویب صلاحیت د وزیرانو شورا لري، د دوی له تصویب وروسته به د بودجې سند امیرالمومین ته استول کېږي او د هغې له تایید وروسته به عملي بڼه ولري."

خو د محمد اشرف غني په مشرۍ د تېر حکومت د ملي شورا یو شمېر غړي انتقاد کوي او وايي چې د بودجې د جوړېدو لپاره مسلکي کسانو ته اړتیا ده.

د ولسي جرګې پخواني غړي یارباز حمیدي خبریالانو ته وویل چې د طالبانو د بودجې سند ته یوازې د معاشاتو لېست ویل کېدای سي.

دی وايي: "د یو هېواد ملي بودجه یو ملي بحث او مسلکي او تخنیکي کسانو ته اړتیا لري، دا یوازې یو سند نه دی چې څو کسان يې له مالیې وزارت راکاپي کړي او د ملي بودجې نوم پرې کېږدي، موږ نه سو کولی داسې یو سند چې په هغه کې یوازې د راتلونکي کال د مامورینو د معاشاتو یادونه سوې وي او هېڅ انکشافي برخه په کې نه وي، د ملي بودجې نوم ورکړو، دې ته یوازې د معاشاتو یو لیست ویلی سو."

له دې وړاندې د ملي بودجې سند هرکال د مالیې وزارت له لوري د تېر مالي کال لګښتونو او د راتلونکي مالي کال اړتیاوو ته په کتو برابرېده او د وزارتونو له لوري له کتنې وروسته د کابینې غونډې ته استول کېده، څو هر وزارت د خپلو راتلونکو پلانونو او د بودجې د لګښت په اړه ورته وضاحت ورکړي.

بیا د بودجې سند ملي شورا ته استول کېده او پنځلس ورځې وخت ورکول کېده چې مشرانو جرګه او ولسي جرګه پر دې سند بحث وکړي او تصویب یې کړي او بیا د توشیح لپاره جمهور رییس ته تر استولو وروسته وزارتونو او لویو ریاستونو ته د عملي کېدو لپاره وړاندې کېده.

په ورته وخت کې یو شمېر اقتصادي پوهان هم وايي، د بودجې جوړول یو تخنیکي او مسلکي موضوع ده باید د مسلکي کسانو له لوري جوړه سي.

له ډلې يې اظهار الحق فضلي رسنیو ته وویل: "د بودجې د سند د جوړېدو مساله نه یوازې په افغانستان بلکې په ټوله نړۍ کې مسلکي او تخنیکي ده، نو د دې لپاره چې یو ټول شموله بودجه ولرو او د ټولو خلکو بنسټیزو اړتیاو ته په کې رسېدنه سوې وي اړتیا ده چې دا مسلکي بحث مسلکي کسان پر مخ یوسي او دا د یوې دوه ورځو مساله نه ده."

د ښاغلي فضلي په خبره په تېرنظام کې هم د بودجې په برخه کې ستونزې موجودې وې خو دی هیله لري چې طالبان به د خلکو اړتیاوو ته په کتو بودجه تصویب کړي.

خو طالبانو د مالیې وزارت ویلي، د ۱۴۰۱ مالي بودجه په بېړنو حالاتو کې له بهرنیو مالي مرستو پرته جوړه سوې چې ډېره برخه کې عادي او کمه برخه يې انکشافي برخې ته ځانګړې سوې ده.

د یادونې وړ ده چې د ۱۴۰۰ مالي کال ملي بودجه ۴۷۳ میلیارده افغانۍ وه چې ۳۱۱ میلیارده يې عادي او ۱۶۱ يې انکشافي برخې ته ځانګړې سوې وه.