د سویس په داووس ښار کې کلنۍ نړیواله اقتصادي غونډه وځنډېده

Dec 21, 2021 - 17:39
 7
د سویس په داووس ښار کې کلنۍ نړیواله اقتصادي غونډه وځنډېده

د سویس په داووس (Davos) ښار کې کلنۍ نړیواله اقتصادي غونډه په نړۍ کې د کرونا ویروس د اومېکرون بڼې له چټک سرایت وروسته ځنډېدلې او په پام کې ده چې په انلاین ډول ترسره سي.

د غونډې تنظیموونکو نن (د لیندۍ په ۲۹مه) په یوه بیان کې وویل، د داووس اقتصادي کنفرانس د ۲۰۲۲ کال د جنوري له ۱۷مې تر ۲۱مې پورې په پام کې و، خو اوس پلان دا دی چې د دوبي په لومړیو کې به جوړېږي.

بیان زیاتوي چې د دې غونډې ګډونوال به د نړۍ د مشرانو په ګډون په انلاین غونډه کې لویو نړیوالو ستونزو ته د حل‌لارو پر موندلو بحث وکړي.

په ۲۰۲۰ کال کې د داووس اقتصادي کنفرانس په جنوري میاشت کې د کرونا وبا له سرایت سره هم‌مهاله او سږکال په حضوري ډول جوړ سو.